د امریکا سرپرست دفاع وزیر پاتریک شاناهان او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاتریک شاناهان پرون جمعه د اپریل ۱۹ مه په ټوېټ کې لیکلي، چې په پنټاګون کې یې له زلمي خلیزاد سره لیدلي او په دې ناسته کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او د سولې پر روانو مذاکراتو خبرې متمرکزې وې.
نوموړي ویلي« موږ به ګډ کار کوو چې د داسې سیاسي جوړجاړي لپاره شرایط برابر شي چې په افغانستان کې روان جنګ پای ته ورسوي.»
د هغه په وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او خلیلزاد ژمن دي تر څو داسې لار پېدا شي چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ستراتېژۍ اهداف عملي کړي.
که څه خلیلزاد د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې زیاته کړې وه، چې د افغانستان د ستونزې حل یوازې د سیاسي او بین الاافغاني خبرو له لارې د حل وړ دی.
د امریکا سرپرست دفاع وزیر او زلمي خلیلزاد پر داسې مهال پر افغان سوله خبرې کړې، چې په همدې ورځ په قطر کې د افغان حکومت او سیاسیون د استازو او طالبانو تر منځ کېدونکې غونډه لغوه شوه.
ټاکل شوې وه دغه غونده، د اپریل له ۱۹ مې تر ۲۱ پورې په دوحه کې تر سره شي، خو افغان حکومت وروسته له هغې د دې ناستې د لغوه کېدو اعلان وکړ، چې په وینا یې د قطر څخه دوی ته د ګډون کوونکو یو نوی لېست ورسېده، چې ولس او سیاسي مشرانو ته د منلو نه و.
جمهورخبري آژانس:کابل