روسیې یو ځل بیا په افغانستان کې د داعش پر فعالیتونو اندېښنه ښودلې

31 حمل 1398 ساعت 8:59

روسیې یو ځل بیا په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په پراخېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې داعش په سوریه کې له ماتې وروسته لیبیا او افغانستان ته مخه کړې ده.


روسیې یو ځل بیا په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په پراخېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې داعش په سوریه کې له ماتې وروسته لیبیا او افغانستان ته مخه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې دفاع وزیر سرګي شایګو وايي، داعش جنګیالي په سوریه کې له ماتې وروسته لیبیا او افغانستان ته د تګ په حال کې دي.

د هغه په وینا په افغانستان کې د داعش فعالیتونه د پراخېدو په حال کې دي او دا به په یوه بل لوی ګواښ بدل شي، چې د مخنیوي لپاره یې اړینه ده، روسیه او د مرکزي آسیا هېوادونه لاس په کار شي او افغانستان ته د داعش د ورتګ مخه ونیسي.

نوموړي ویلي، چې د داعش د مخنیوي لپاره باید په تاجکستان کې ۲۰۱ پوځي اډه ، چې د روسیې تر ټولو ستره پوخي اډه بلل کېږي، تجهزیر او پیاوړې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د روسیې او تاجکستان ولسمشرانو هم د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې او په دغه هېواد کې یې د داعش د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې وه.

د روسي رسنیو د راپور پربنسټ پوتین او امام علي رحمن د دواړو د تاجکستان د سرحدي پولو پر ټینګولو هوکړه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115655

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115655/

جمهور
  https://www.jomhornews.com