عطامحمد نور:

لویه مشورتي جرګه د حکومت د دوام لپاره یوه پلمه ده

31 حمل 1398 ساعت 9:35

د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور وايي، د سولې مشورتي جرګه د سولې جرګه نه، بلکې د ملي یووالي حکومت د دوام هڅه او پلمه ده.


د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور وايي، د سولې مشورتي جرګه د سولې جرګه نه، بلکې د ملي یووالي حکومت د دوام هڅه او پلمه ده.

د جمهور آژنس د خبر له مخې د دغه جرګې په اړه ویلي دی له لومړنیو کسانو و، چې د دغه جرګې پر جوړېدو یې نیوکه کړې او دا یې یوه نمایشي او تشریفاتي او دغه را د حکومت د دوام لپاره یوه پلمه بللې ده.

ښاغلي نور پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي«د خواشنۍ ځای دی، چې د حکومت مشرانو له تاریخ څخه نه دي زده کړي، او تر ټولو ستر رشخند خو یې لا دا، چې د دغه جرګې مدیریت یې داسې کسانو ته سپارلی، چې په ټېرو ټاکنو کې یې رسوايۍ تر اوسه په داخل او بهر کې پر خوله دي، هغه څوک چې په ګوسفندي رایو یې یوه ملي پروسه رشخند کړه او دې ته په کتو د دغه جرګې پایله هم سر له اوسه روښانه ده.»

د هغه په وینا منطقي به دا وه، چې ښاغلي غني د یوه دانسته او پوه کس په توګه، د سولې او جګړې او د هغه اړوند موضوعاتو په اړه څو متخصص کسان غوښتي وايي، تر څو یې سولې ته د رسېدو لپاره یوه اساسي کړنلاره او طرحه ورکړې وای، نه دا چې د زیاتو پيسو په لګولو سره په واک کې د پاته کېدو لپاره سولې پروسه سبوتاژ او برمته کړې واي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم، د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم، د احمد ولي مسعود په مشرۍ د ملي وفاق ټیم، د رحمت الله نبیل، نورالحق علومي او ځینو نورو نوماندنو ټاکنیزو ټیمو پر دغه جرګه د نیوکو تر څنګ په هغو کې د نه ګډون اعلان کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115660

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115660/

جمهور
  https://www.jomhornews.com