افغانستان کې وروستیو سېلابونو کابو ۶۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

31 حمل 1398 ساعت 14:54

طبعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، افغانستان کې وروستیو سېلابونو کابو ۶۰۰ تنو ته مرګ ژوبله او ګڼ مالي زیاتونه اړولي دي.


طبعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، افغانستان کې وروستیو سېلابونو کابو ۶۰۰ تنو ته مرګ ژوبله او ګڼ مالي زیاتونه اړولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت وزیر نجیب آقا فهیم نن شنبې د وري ۳۱ مه کابل کې حکومت ته د حساب ورکولو ناسته کې و ویل، چې په تېرو دوه میاشتو کې سېلابونو ۲۴ ولایتونه ځپلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه سېلابونو له امله ۲۴۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۲۹۹ تنه ټپیان او ۱۵ نور هم لا درکه شوي دي.

دغه راز هغه و ویل، چې سېلابونو ۳۳ زره د استوګنې کورنه، ۱۴۴ بابه ښوونځي، ۵۴ پلونه او پولچکونه، ۳۸۲ کیلومتره سړک په کلي یا قسمي ډول زیانمن کړی دی.

ښاغلي فهیم زیاته کړه، چې د سېلابونو له امله مالي زیان تر دې هم لوړ دی او ډېر ژر به اړونده ادارې کره معلومات راټول او له ولس سره شریک کړي.

هغه د دې زیانونو لوی لامل له طبعي پېښو په پوره ډول د خلکو نه پوهای، په لرې پرتو سیمو کې د ژوغورنې ډلو نه شتون، د لارو سختوالی او امنیتي ستونزې وبللې، چې په وینا یې د ژغورنې ډلې پر وخت ځان نه شي ورته رسولی.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 


د مطلب کود: 115680

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115680/

جمهور
  https://www.jomhornews.com