د کورنیو چارو وزارت:

د مخابرات او معلوماتی تکنالوژی وزارت کارکوونکي وژغورل شول

31 حمل 1398 ساعت 15:57

د کورنیو چارو وزارت وايي، د مخابرات او معلوماتی تکنالوژی وزارت هم په بشپره توګه تصفیه شو او تول کارکوونکي یی د پولیسو لخوا مصئون و لیژدول شول.


د کورنیو چارو وزارت وايي، د مخابرات او معلوماتی تکنالوژی وزارت هم په بشپره توګه تصفیه شو او تول کارکوونکي یی د پولیسو لخوا مصئون و لیژدول شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پر دغه وزارت نن شنبې د وري ۳۱ مه غرمه مهال ۱۱:۴۰ د څو تنو وسله والو له خوا ډلیز برید وشو.

د امنیتي چارواکو په وینا لومړی یوه بریدګر د وزارت مخې ته چاودنه کړې او وروسته نور بریدګر د وزارت انګړ ته په ننوتو له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کېوتل.

د برید سره سم افغان ځانګړي امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او سیمه یې کلابنده او له وسله والو سره یې جګړه پیل کړه.
تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نشته.

باید و ویل شي، چې له تېرو ۴ ساعتونو راهیسې د بریدګرو او امنیتي ځواکونو تر منځ ډزې روانې دي، خو د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحمي وايي، دا مهال د مخابرانو او معلوماتی تکنالوژی وزارت هم په بشپره توګه تصفیه شو او تول کارکوونکي یی د پولیسو لخوا خوندي ولېږدول شول.

نوموړي زیاته کړې، چې ځانګړو ځواکونو دوه وسله وال ترهګر وژلي او پاتې نور به هم ډېر ژر و وژل شي.

که څه هم نوموړي د پاتې بریدګرو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو د کابل امنیه قوماندان روشندل وايي، کېدای شي یو یا دوه بریدګر لا هم پاتې وي، چې له امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي.

ده هم ویلي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټینګالوژۍ د وزارت تر څنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکي هم ټول په خوندي ډول د افغان ځواکونو له خوا ایستل شوي او د پاتې بریدګرو د وژلو عملیات روان دي.

د عامې روغتیا وزارت سرچینو ویلي، د پېښې له ځایه تر اوسه شپږ تنه ټپیان روغتونو ته وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي، خو تر اوسه کومې بلې ډلې د برید مسوولیت نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115683

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115683/

جمهور
  https://www.jomhornews.com