۰

د پاکستان لومړی وزیر ایران ته په سفر ځي

یکشنبه ۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۹
ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په دوه ورځني رسمي سفر ایران ته ولاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو سره وګوري.
د پاکستان لومړی وزیر ایران ته په سفر ځي
ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په دوه ورځني رسمي سفر ایران ته ولاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ وايي، خان به نن دوشنبې د غوايي لومړۍ نېټه ایران ته ولاړ شي او د دغه هېواد له مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي، ولسمشر حسن روحاني او نورو چاروکو سره به وګوري.

پاکستانۍ رسنۍ زیاتوي، چې عمران خان او ورسره پلاوی به د ایراني او پاکستاني سوداګرو له ډلو سره هم وګوري او پر سوداګریزه پراختیا به ورسره خبرې وکړي.

ایران ته د پاکستان لومړی وزیر پر داسې مهال سفر کوي، چې پرون د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ایران تور پورې کړ، چې په بلوچستان کې د ۱۴ مسافرو وژونکي وسله وال د ایران له خاورې پاکستان ته اوښتي وو.

قريشي ويلي، په وژل شويو کې ١٠ تنه د پاکستان د سمندري ځواک غړي، درې د هوايي ځواک غړي او يو ساحلي ساتونکى و.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون شنبه وويل، حمله کوونکي له ايرانه د پاکستان خاورې ته اوښتي او په بلوچستان کې يې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پرضد حمله کړې ده.

د هغه په وینا د BRA په نوم د بلوڅانو د بېلتون غوښتونکې ډلې دغه نوى اتحاد او د هغوى روزنيز يا اکمالاتي کمپونه د ايران په سرحد کې دننه دي او تر څېړنو او پلټنو وروسته مو له ايراني چارواکو سره عملي شواهد شريک کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي