۰

غزني کې ۹ وسله وال وژل شوي او ۸ نیول شوي دي

یکشنبه ۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۲
سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو غزني ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۹ وسله وال طالبان وژلي او ۸ نور یې له وسلو سره نیولي دي.
غزني کې ۹ وسله وال وژل شوي او ۸ نیول شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو غزني ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۹ وسله وال طالبان وژلي او ۸ نور یې له وسلو سره نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي، دغه عملیات تېره شپه(د وري ۳۱مه) د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې تر سره شوي.

د هغه په وینا عملیات د ځانګړو افغان ځواکونو له خوا شوي، چې پر مهال یې ۹ وسله وال وژل شوي او ۸ تنه نور له وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.

د غزني د والي ویاند زیاتوي، چې په عملیاتو کې د طالبانو ۲۲ عرادې ډول ډول نقلیه وسایط هم له منځه وړل شوي دي.

طالبان هم په ګیلان کې د برید خبره مني، خو وايي، په دې عملیاتو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

باید و ویل شي، چې تر دې یوه ورځ وړاندې هم د غزني چارواکو د دغه ولایت په ګیرو، ګیلان، ناوې او اندړو ولسوالیو کې د ۴۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او دوه نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي