مسعود اندرابي:

د خالد او الفتح عملیاتو په لومړۍ اوونۍ کې ۳۶۰ طالبان وژل شوي

1 ثور 1398 ساعت 10:02

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، د طالبانو له خوا د الفتح عملیاتو له پیل سره سم د افغان ځواکونو په خالد عملیاتو کې ۳۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، د طالبانو له خوا د الفتح عملیاتو له پیل سره سم د افغان ځواکونو په خالد عملیاتو کې ۳۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اندارابي دغه څرګندونې د کورنیو چارو وزارت له نشه يی توکو سره د مبارزې د نوي مرستیال د معرفۍ په مراسمو کې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت څخه نن یکشنبې د غوايي اوله خپره شوې خبرپاڼه وايي، محمد هاشم اورتاق د لوی پاسوال عبدالخلیل بختیار پر ځای د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د نوي مرستیال په توګه وټاکل شو.

سرچینه زیاتوي ښاغلي اندرابي په دغه مراسمو کې و ویل، چې، نشه يي توکي یوازې په ملي نه؛ بلکې په نړیواله کچه ستر ناورین دی.

د هغه په وینا د نشه يي توکو د له منځه وړو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه راغلي خو د بشپړ له منځه وړو لپاره به هڅې نورې هم ګړندۍ شي.

هغه ټینګار وکړ، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې منظم پلانونه تر لاس لاندې لري او په دې برخه کې مسلکي، کارپوه او کدري ځوانان روزل شوي دي.

ښاغلي مسعود خالد او الفتح عملیاتو ته په نغوتې سره و ویل، چې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ د لومړۍ اونۍ نښتو په ترڅ کې د ۱۰ قوماندانانو په ګډون ۳۶۰ طالبان وژل شوي او ۲۰ پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د خپلو خبرو په پای کې یول ځل بیا نشه يي توکي، ترهګري او فساد خبیثه مثلث یاد کړ او ویې ویل، چې د نشه يي توکو د له منځه وړو په برخه کې به له هرې ممکنې لارې ګټنه وکړي او قاچاقبران به د قانون منګلو ته وسپاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115700

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115700/

جمهور
  https://www.jomhornews.com