پوځي چارواکي د افغان ځانګړو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د ۶۱ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د غوايي اوله په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځانګړو ځواکونو دغه عملیات په غزني، اروزګان، ننګرهار، نورستان او بادغیس ولایتونو کې تر سره کړي دي.
سرچینه زیاتوي، د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او په اروزګان کې بیا ۲۴ تنه وژل شوي دي.
دغه راز خبرپانه وايي، د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۸ طالبان وژل شوي او دوه تنه ټپیان دي.
په خبرپانه کې راغلي، د نورستان په نورګل ولسوالۍ کې بیا طالبانو د پولیسو په پوسته برید کړی، چې په ځوابیه برید کې ۸ طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه وايي، د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د ېوې هوايي حملې په پایله کې بیا ۵ طالب وسله وال وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل