د افغان-ترک ښوونځي د ترکيې د پوهنې وزارت چوکاټ ته انتقالېږي

1 ثور 1398 ساعت 10:37

ټاکل شوې په افغانستان کې د افغان-ترک ټول ښوونځي د ترکیې د پوهنې وزارت په اډانه کې داخل کړای شي.


ټاکل شوې په افغانستان کې د افغان-ترک ټول ښوونځي د ترکیې د پوهنې وزارت په اډانه کې داخل کړای شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ترکیې د پوهنې وزارت مرستیال ریها دیني میچ پرون شنبې د وري ۳۱ مه کابل کې د یوې کنفرانس پر مهال کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د ترکیې پوهنې چوکاټ ته د افغان- ترک ښوونځیو د لېږد تړون دوه میاشتې وړاندې له افغان حکومت سره لاسلیک شوی دی.

د هغه په وینا د همدې تړون پر بنسټ به په افغانستان کې د افغان-ترک ټول ښوونځي د ترکیې د پوهنې وزارت په اډانه کې شامل کړای شي.

هغه ویلي، چې تر اوسه پورې د ۱۲ ښوونځیو له ډلې ۷ بابه ښوونځي انتقال شوي او پاتې نور پنځه به هم په راتلونکې کې ولېږدول شي.

باید و ویل شي، چې په افغانستان کې د افغان- ترک ښوونځيو فعاليت ٢٢ کاله مخکې پيل شو او په جوزجان، بلخ، کابل، کندهار، هرات او ننګرهار کې د دغو ښوونځيو شمېر ١٢ ته رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115704

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115704/

جمهور
  https://www.jomhornews.com