سریلانکا کې د ترهګریزه بریدونو مرګ ژوبله ۵۳۸ تنو ته ورسېده

1 ثور 1398 ساعت 11:14

راپورونه وايي، په سریلانکا کې د تر سره شویو چاودنو او بریدونو له امله د مرګ ژوبلې شمېره ۵۳۸ تنو ته رسېدلې ده.


راپورونه وايي، په سریلانکا کې د تر سره شویو چاودنو او بریدونو له امله د مرګ ژوبلې شمېره ۵۳۸ تنو ته رسېدلې ده.


د جمهور آژانس د خبر له مخې تر اوږدې مودې وروسته دغه بریدونه پلازمېنه کولمبو کې هم مهاله په دریو کلیساوو او درې هوټلونو شوي دي.

سریلانکايي رسنۍ وايي، درې پرلپسې چاودنې، د سنت آنتونیو، کاتوواپیتیا، او یوه بله کلیسا او دغه راز درې چاودنې بیا شانګریلا، کینګزبري او یوه بل هوټل شوې دي.

سرچینې زیاتوې، کړې دغه چاودنې پر داسې مهال شوې، چې خلکو د پاک اختر لمانځه.

راپورونه وايي، په دغه بریدونو کې ۱۳۸ تنه وژل شوي او تر ۴۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه بریدونو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د سري لانکا صدراعظم رانیل ویکرمسینګ تر یادو چاودنو وروسته د نن ورځې په پای کې یوه یوه غونډه رابللې ده، نوموړي پرخپل ټوېټر پاڼه دغه چاودنې په کلکه غندلي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم دغه پېښې په کلکه غندلي دي او د دغه هېواد له خلکو او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي چې پر کلیساو او هوټلونو بریدونه او د عبادت ځایونو په نښه کول یو وحشانه عمل دی چې افغانستان یې په سخته غندي.

شاوخوا یوه لسیزه وړاندې د سویلي اسیا په دغه کوچني هیواد کې د راجاپاکسا په مشرۍ حکومت د تامیل پړانګانو د څو لسیزو بغاوت او جګړه په وچ زور پایته ورسوله.

خو دا تر اوږدې مودې او د تامیل پړانګانو د جګړو تر پای ته رسېدو وروسته لومړی ځل دی، چې په دغه هېواد کې بریدونه تر سره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 115710

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115710/

جمهور
  https://www.jomhornews.com