۰
فاورق وردګ:

ښايي د اوونۍ تر پایه د نویو استازو په ورتګ پارلمان پرانستل شي

یکشنبه ۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۵
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ډاکتر غلام فاروق وردګ وايي، ښايي د دې اوونۍ تر پای پورې د نویو استازو په ورتګ سره پارلمان پرانستل شي.
ښايي د اوونۍ تر پایه د نویو استازو په ورتګ پارلمان پرانستل شي
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ډاکتر غلام فاروق وردګ وايي، ښايي د دې اوونۍ تر پای پورې د نویو استازو په ورتګ سره پارلمان پرانستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي وردګ دغه څرګندونې نن یکشنبې د غوايي اوله ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وکړې.

نوموړي خبر ورکړی، ډېر احتمال شته د روانې اونۍ تر پايه د ملي شورا نوې ۱۷ مه کاري دوره په رسمي توګه پرانيستل شي.

دی وايي، تمه ده، چې د ټاکنو کمېسیونونه هم د پارلماني ټاکنو پایلې د اوونۍ تر پای پورې اعلان کړي او په دې سره به د دولت درې ګونه قواوې تکمیل شي.

د هغه په وینا ښايي د ملي شورا د پرانستې په مراسمو کې یوه یا دوه ورځې ځنډ راشي، خو دولت د دغه شورا د ژر پرانستې پرېکړه وروستۍ کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، د پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو په اعلان او د ملي شورا په پرانستې سره به نور د سرپرستۍ دوره هم پای ته ورسېږي او د هغه ادارو مشران چې اوس د سرپرستانو په توګه دنده مخ ته وړي د باور رایې تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ورشي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي