سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، پولیسو هغه کس نیولی، چې د غزني د امنیه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې آمر یې وژلی وو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د امنیه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې آمر څارمن شاپور بختیار څو ورځې وړاندې د غزني ښار اړند د البیروني په ښارګوټي کې و وژل شو.
د غزني ولایت والي ویاند محمد عارف نوري نن یکشنبې د غوايي لومړۍ نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، پولیس د همغه ورځې راهیسې د قاتل د نیولو په لټه کې وو.
په خبرپانه کې ویل شوي، دغه قاتل چې څارمن شاپور بختیار یې د ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدراو په بدل کې وژلی و، د پولیسو له خوا ونیول شوي.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شوی قاتل محمد خالد نومېږي او د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی، چې دا مهال په البیروني ښارګوټي کې اوسېده.
خبرپاڼه وايي، محمد خالد د شاپور بختیار د وژنې په بدل کې د خپل قوماندان څخه ۱۰۰۰ افغانۍ د انعام په توګه اخیستې وې.
د والي ویاند زیاته کړې، چې خالد تر دي مخکي هم دوه پوليس سرتېري د بي غږه تمانچې په وسيله شهيدان کړي چې د تحقيقاتو په لړ کې يې پر خپلو جرايمو اعتراف کړى دى.
جمهورخبري آژانس:غزني