داودزی:

له جرګې ناراضه کسان به راضي کړو، چې ګډون په کې وکړي

1 ثور 1398 ساعت 15:41

د سولې عالي شورا د دارالانشا او د مشورتي جرګې د جوړېدو کمېسیون مشر محمد عمر داودزی وايي، هغه کسان به راضي، کړي، چې په لویه مشورتي جرګه کې یې د نه ګډون پرېکړه کړې ده.


د سولې عالي شورا د دارالانشا او د مشورتي جرګې د جوړېدو کمېسیون مشر محمد عمر داودزی وايي، هغه کسان به راضي، کړي، چې په لویه مشورتي جرګه کې یې د نه ګډون پرېکړه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې داودزي، چې نن یکشنبې د غوايي اوله کابل کې د دغه جرګې په تړاو یوې ناستې ته خبرې کولې و ویل، چې د دغه کسانو د راضي کولو لپاره هڅې روانې دي.

دغه جرګه چې ټاکل شوې د غوايي میاشتې په ۹ مه کابل کې د دریو ورځو لپاره جوړه شي، کابو درې زره کسان به په کې ګډون وکړي.

خو د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې، د اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال، د احمد ولي مسعود په مشرۍ د ملي وفاق انتخاباتي ټیمونو او یو شمېر نورو نوماندانو په کې له ګډون څخه انکار کړی دی.

دوی وايي، دغه جرګه د سولې لپاره نه بلکې، د حکومت د کار د دوام او دغه راز د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو لپاره یو ډول کمپاین دی او ګډون به په کې ونه کړي.

خو داودزي د علماو سره په یوه ناسته کې و ویل، چې له دې کسانو سره خبرې روانې دي او هڅه کېږي هغوی دې ته راضي کړي، چې په جرګه کې ګډون وکړي.

نوموړي زیاته کړه، ښايي موږ هغوی ته د معلوماتو په رسولو کې کم کاري کړې وي، ولې خبرې مو ورسره پیل کړې تر څو یې قناعت حاصل او جرګه کې ګډون وکړي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا د رییس په وینا د سولې مشورتي جرګې لپاره ټول اړین تدابیر نیول شوي او د ځنډ لپاره یې هېڅ ډول دلایل نشته دي.

ښاغلي داودزي ټینګار وکړ، چې د دغه جرګې ګډون کوونکي د ټاکنو له لارې ټاکل شوي او ډېر ژر به یې له ولایتونو کابل ته د لېږد لړۍ پیل شي.

جمهورخبري آژانس:محمدرقیب فیاض
 


د مطلب کود: 115730

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115730/

جمهور
  https://www.jomhornews.com