عطامحمد نور:

غني ته واک دومره خوند ورکړی، چې د دوام لپاره یې هرې وسیلې ته لاس اچوي

1 ثور 1398 ساعت 16:16

د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور وایي، که د حکومت د کاري مودې د دوام په اړه د سترې محکمې پرېکړه رښتیا وي، نو دا نه یوازې غیرقانوني، بلکې د ولسمشر غني یو فرمایشي حکم دی.


د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور وایي، که د حکومت د کاري مودې د دوام په اړه د سترې محکمې پرېکړه رښتیا وي، نو دا نه یوازې غیرقانوني، بلکې د ولسمشر غني یو فرمایشي حکم دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي نور د محکمې حکم ته په غبرګون کې ویلي، چې دغه کار به د سترې محکمې خپلواکي تر سوال لاندې راولي.

نوموړي زیاته کړې، له سیاسي ګوندونو، نوماندانو او ټاکنیزو ټیمونو له مشرانو غواړي، چې لاس په کار شي او د دغه ستونزې د حل لپاره هېواد پاله قانون او حقوق پوهان راوغواړي، ځکه قانون صراحت لري، چې د غبرګولي په لومړۍ نېټه د ولسمشر پنځه کلنه دوره پای ته رسېږي.

هغه ټینګار کړی، چې په دې برخه کې باید قانوني پرېکړه وشي، ځکه ولسمشر خپله هم په وار وار ویلي، چې د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته یوه ورځ هم په واک کې نه پاتېږي.

ښاغلي نور ویلي«داسې ښکاري، چې د واک د ګدۍ خوند ښه دی، چې د دوام لپاره یې هرې وسیلې ته لاس اچوي.»

د جمعیت ګوند اجرائیه رییس زیاته کړې حکومت پر قانون اېښې او هڅه کوي د یوه بد عمل لپاره په بل بد عمل توجهه ولټوي، قانون واضح دی او اړتیا نشته چې نور تر پښو لاندې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې رسنیو تر لاسه کړي لاسوندونه ښيي، چې د هېواد سترې محکمې تر راتلوونکو ولسمشریزه ټاکنو پورې د ولسمشر غني کاري موده تمدید کړې ده.

د اساسي قانون پر بنسټ د ولسمشر غني د حکومت کاري دوره د روان ۱۳۹۸ کال د غبرګولي (جوزا) په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.

ټاکل شوې وه، د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ۳۱ مه نېټه ولسمشرۍ ټاکنې تر سره او د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته نوی حکومت رامنځ ته شي، خو څه موده وړاندې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغه کال ولسمشرۍ ټاکنې د شپږو میاشتو لپاره وځنډولې.

له همدې امله سترې محکمې د یوه حکم په صادرولو سره د ټاکنو تر سره کېدو او د نوي ولسمشر تر راتګ پورې د ښاغلي غني کاري موده تمدید کړې ده.

هغه لاسوندونه، چې رسنیو تر لاسه کړي، ښيي، چې سترې محکمې د ولسمشر غني د کاري مودې د دوام حکم صادر کړی، خو په رسمي ډول یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 


د مطلب کود: 115731

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115731/

جمهور
  https://www.jomhornews.com