ننګرهار کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۱۵ طالبان وژل شوي

2 ثور 1398 ساعت 8:33

په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د پوځي عملیاتو پر مهال له ۳۰ زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د پوځي عملیاتو پر مهال له ۳۰ زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه عملیات پرون یکشنبې د غوايي اوله د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د سرحدي ځواکونو د لوا قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خېل وايي، جګړه د چپرهار ولسوالۍ د للمې او غلام ډاک په سیمو کې د سهار له ۹ د مازیګر تر ۴ بجو روانه وه.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې جګړه کې د دوه مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۵ طالبان وژل شوي او له شلو زیات ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا په جګړه کې یو افغان سرتېری هم وژل شوی او سیمه له طالبانو پاکه شوې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم په چپرهار کې د جګړې پخلی کړی خو وايي ۱۶ افغان پوځیان یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 115736

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115736/

جمهور
  https://www.jomhornews.com