۰
سهیل شاهین:

دا ځل له امریکا سره د سرتېرو په ایستلو خبرې کوو

دوشنبه ۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۳
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دا ځل به له امریکايي پلاوي سره د افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې وکړي.
دا ځل له امریکا سره د سرتېرو په ایستلو خبرې کوو
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دا ځل به له امریکايي پلاوي سره د افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین دغه څرګندونې له فرانس پرس خبري آژانس سره په مرکه کې کړې او له افغانستان یې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو او امریکايي پلاوي په تېرو ناستو کې دواړه لوري د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي، خو ځینې جزیات لا هم د بحث وړ دي.

د هغه په وینا په راتلونکو ناستو کې د بهرنیو ځواکونو وتل د مذاکراتو عمده موضوع ده او د دغه ځواکونو وتل د طالبانو لپاره مهم شرط دی.

که څه هم طالبان یو ځل بیا د افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی خو وړاندې له دې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طالبان باید لومړی اوربند او بیا له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي