ډاکتر عبدالله له جنرال مېلر سره وکتل

2 ثور 1398 ساعت 8:59

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره کتلي دي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپانه وايي، ښاغلي عبدالله پرون یکشنبې د غوايي اوله په خپل دفتر کې له جنرال مېلر سره وکتل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي هم شتون درلود او د افغانستان پر روان وضعیت یې خبرې وکړې.

سرچینه وایي، جنرال مېلر په خپلو خبرو کې د ناټو له خوا په وروستیو پوځي عملیاتو کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله خواشني وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د مکلیانو د مرګ ژوبلې د مخنوي لپاره به اړین اقدامات کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې اړینې طرحې او کړنلارې به تر لاس لاندې ونیول شي، چې پر مټ یې د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي.

د اجرائیه ریاست خبرپاڼه وايي، دواړو لورو د هېواد پر امنیتي، نظامي، سیاسي او د سولې پروسې په اړه نظرونه سره شریک کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115740

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115740/

جمهور
  https://www.jomhornews.com