ولسمشر غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تلېفوني خبرې کړې دي

2 ثور 1398 ساعت 9:18

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تلېفوني خبرو کې پر افغان سوله خبرې کړي دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تلېفوني خبرو کې پر افغان سوله خبرې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي پمپیو پرون یکشنبې د غوايي اوله ولسمشر غني ته تلېفون کړی وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي ښاغلي پمپیو په دې تلېفوني اړیکه کې د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو د غندنې تر څنګ د قطر د ناستې پر لغوه کېدو هم خواشني څرګنده کړې ده.

خبرپانه وايي، مایک پمپیو ویلي، چې امریکا د افغانستان سولې ته ژمنه ده او د هر هغه ګام ملاتړ کوي، چې افغانان سولې ته نېږدې کوي.

ښاغلي پمپیو د قطر د ناستې په اړه په ښکېلو غاړو غږ کړی، چې د سولې لار ونیسي او د په دوحه کې د افغانانو تر منځ د سولې کنفرانس جوړ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ټینګار سره ویلي ښکېلو غاړو ته په کار ده، چې د سولې هرکلی وکړي او له جګړو لاس په سر شي.

ټاکل شوې وه، دوحه کې د افغان حکومت، سیاسیون او طالبانو تر منځ بین الاافغاني غونډه د روانې میلادي میاشتې له ۱۹ تر ۲۱ تر سره شي، خو د ځینو ستونزو له امله دغه غونده د افغان حکومت له خوا لغوه اعلان شوه.

افغان حکومت وړاندې دغه غونډې ته د ۲۵۰ کسانو نوملړ اعلان کړی و، خو په وروستیو شېبو کې د قطر څخه د یوه بل نوملړ په رسېدو سره افغان حکومت دغه غونډه لغوه اعلان کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115741

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115741/

جمهور
  https://www.jomhornews.com