۰

کابل کې د ۳۰ میله وسلو د قاچاق په تور دوه تنه نیول شوي دي

دوشنبه ۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۴
د کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د دوه قاچاق وړونکو د نیولو خبر ورکړی، چې غوښتل یې ۳۰ میله وسلې قاچاق کړي.
کابل کې د ۳۰ میله وسلو د قاچاق په تور دوه تنه نیول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د دوه قاچاق وړونکو د نیولو خبر ورکړی، چې غوښتل یې ۳۰ میله وسلې قاچاق کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت وايي، یاد قاچاق کوونکي نن دوشنبې د غوايي ۲ مه د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

خبرپانه وايي، قاچاق وړونکو دغه ۳۰ میله کمري وسلې په یوه واړه موټر کې ځای پر ځای او غوښتل یې کابل ښار ته یې ولېږدوي، خو د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له خوا ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د یادو وسلو د لېږد په تور دوه تنه قاچاق وړونکي نیولي دي، چې دا مهال ترې پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي