کابل کې د ۳۰ میله وسلو د قاچاق په تور دوه تنه نیول شوي دي

2 ثور 1398 ساعت 10:14

د کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د دوه قاچاق وړونکو د نیولو خبر ورکړی، چې غوښتل یې ۳۰ میله وسلې قاچاق کړي.


د کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د دوه قاچاق وړونکو د نیولو خبر ورکړی، چې غوښتل یې ۳۰ میله وسلې قاچاق کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت وايي، یاد قاچاق کوونکي نن دوشنبې د غوايي ۲ مه د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

خبرپانه وايي، قاچاق وړونکو دغه ۳۰ میله کمري وسلې په یوه واړه موټر کې ځای پر ځای او غوښتل یې کابل ښار ته یې ولېږدوي، خو د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له خوا ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د یادو وسلو د لېږد په تور دوه تنه قاچاق وړونکي نیولي دي، چې دا مهال ترې پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115751

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115751/

جمهور
  https://www.jomhornews.com