۰

په ځینې نورو هېوادونو کې طالبانو ته د دفتر پرانستلو هڅې روانې دي

سی شنبه ۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۴
یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، داسې هڅې روانې دي، چې په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغان طالبانو ته دفترونه پرانستل شي.
په ځینې نورو هېوادونو کې طالبانو ته د دفتر پرانستلو هڅې روانې دي
یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، داسې هڅې روانې دي، چې په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغان طالبانو ته دفترونه پرانستل شي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې دغه سرچینې زیاته کړې، دا هڅې د دې لپاره دي، چې د سولې خبرې د قطر له انحصار څخه وایستل شي.

د سرچینې په باور اندونیزیا، برونای او ازبکستان په خبلو خاور کې طالبانو ته د دفتر د پرانستو وړاندیزونه کړي دي، خو دا خبرې تر اوسه یوازې د بحثونو په کچه دي.

سرچینې دا هم زیاته کړې، چې لومړنۍ بین الافغاني ناسته به قطر کې کیږي او تمه ده دویمه هغه به د ازبکستان په سمر قند ښار کې چې اسلامي ارزښت هم لري، ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې وه په روانه میلادي میاشت کې د افغان حکومت، سیاسیونو او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې په دوحه کې وشي، خو دغه غونډه لغوه شوه.

افغان حکومت یې پړه پر قطر اچوي، خو طالبان وايي افغان حکومت دغه غونډه لغوه کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي