د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر ناستې لغوه کېدو ته په اشارې ویلي، د افغان سولې په لار کې یو کوچنی ټکان دا بهیر نه شي ورو کولی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد چې د سولې په تړاو اووم سفر پیل کړی ویلي یې دي دا ځل هڅه کوي، چې د افغان لورو تر منځ د خبرو لباره نړیوال ملاتړ لا ډېر کړي.
خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د امریکا په هڅو په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو ځل بیا پر سفر وتلی او هڅه به وکړي، چې د دغه بهیر د غښتلي کېدو لپاره لا ډېر نړیوال ملاتړ تر لاسه کړي.
هغه ټینګار کړی، چې دا ځل یې هڅه د افغان اړخونو تر منځ د خبرو او بحث لپاره د نړیوال ملاتړ لا ډېر کړي اود سولې په دې لار کې تیندک د مخنیوي لامل نه شي کېدای.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپانه وايي، خلیلزاد له اپریل له ۲۱ مې خپل سفر پیل کړی، چې مې تر ۱۱ مې به دوام ولري.
په خبرپانه کې ویل شوي، هغه به د دې سفر په ترڅ کې افغانستان، روسیې، هند، برېتانیا، قطر او پاکستان ته سفر ورکړي او د دغه هېوادونو له چارواکو سره به پر افغان سوله خبرې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل