۰

د کندهار ولایت د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې هم اعلان شوې

سی شنبه ۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۳
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کندهار ولایت د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې هم اعلان کړې، چې له مخې یې ۱۱ تنه ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.
د کندهار ولایت د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې هم اعلان شوې
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کندهار ولایت د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې هم اعلان کړې، چې له مخې یې ۱۱ تنه ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.

د جمهور خبري آژانس کمېسیون نن سه شنبې د غوايي ۳ مه پر خپل ویب سایټ د کندهار د بریالیو وکیلانو نوملړ اعلان کړی دی.

سید مقتدا میران، ډاکتر محمود خان نصرت، روح الله خانزاده، حاجي سید احمد خادم، ګل احمد کمین، سید احمد سېلاب، خلیل احمد مجاهد، انجینر محمد عارف نورزی، فریبا احمدي کاکړ، ملالۍ اسحاق زی، پروین نامه هغه کسان دي، چې د کمېسیون له خوا بریالي اعلان شوي دي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د ډېری ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، خو لا هم د کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو وروستۍ پایلې پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي ښايي د راتلونکې اوونۍ تر پای پورې پارلمان پرانستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي