۰
د محور انتخاباتي ټیم:

حکومت د محکمې په حکم د خپل کار د دوام مشروعیت نشي تر لاسه کولو

سی شنبه ۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۵
د رحمت الله نبیل په مشرۍ د محور انتخاباتي ټیم وايي، حکومت د سترې محکمې د حکم پر بنسټ د خپل کار د دوام لپاره مشروعیت نه شي تر لاسه کولی.
حکومت د محکمې په حکم د خپل کار د دوام مشروعیت نشي تر لاسه کولو
د رحمت الله نبیل په مشرۍ د محور انتخاباتي ټیم وايي، حکومت د سترې محکمې د حکم پر بنسټ د خپل کار د دوام لپاره مشروعیت نه شي تر لاسه کولی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نبیل ټیم دغه څرګندونې نن سه شنبې د غوايي ۳ مه په یوه خبرپانه کې د ولسمشر د کاري مودې د تمدید په اړه د سترې محکمې وروستي حکم ته په غبرګون کې کړې دي.

د یاد ټیم په اعلامیه کې ویل شوي د اساسي قانون د ۶۱ مادې پر اساس د ولسمشر کاري موده د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای ته رسېدونکې ده.

سرچینه ټینګار کوي، چې همدې مادې ته په کتو د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر غني کار د اساسي قانون له دغه مادې سره په تکر کې دی.

خبرپانه وايي، د ولسمشر د کار دوام د اساسي قانون له نصې په مغایر تفسیر سره چې د ۱۳۸۸ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې هم شوی و، نه شي کولي حقوقي مشروعیت ولري.

په اعلامیه کې خبردارۍ ورکړل شوی دی، چې د افغانستان د خلکو محور به له نورو همکارانو، سیاسیون، قومي مشرانو او خلکو سره یو ځای له ټولو قانوني لارو او مدني اعترضونو د غبرګولي له لومړۍ نېتې وروسته د دغه غیر قانوني کار د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

سرچینه کاږي، چې د قانون هېڅ ډول تفسیر او بدلون په داسې شرایطو کې چې اساسي قانون کې د غبرګولي لومړۍ نېته د ولسمشر د کار پای په ګوته کوي نه شي کولی تر نامعلومې مودې پورې چې د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه یې نه ده معلومه موکول کړي.

د محور انتخاباتي ټیم ټینګار کړی، چې د غبرګولي د لومړې نېټې تر راسېدو او دغه راز د یوې بلې حل لارې تر موندلو پورې دې، د ملي ګټو پر اساس د ولسمشر صلاحیتونه باید راکم کړی شي.

په خبرپانه کې ویل شوي، ولسمشر باید تر هغه پورې د هر ډول تقنني فرمان او اساسي احکامو له صادرولو ډډه وکړي، دغه راز دې ولسمشر او حکومتي ارګانونه د لوړ پوړو چارواکو، او بستونو له ګمارلو ډډه وکړي.

خبرپاڼه وايي، ولسمشر نه شي کولی له دولتي امکاناتو په انتخاباتي هلو ځلو کې ګټه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد سترې محکمې دوه ورځې وړاندې د یوه حکم په صادرولو سره د ولسمشر غني کاري موده د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ترسره کېدو او د نوي ولسمشر تر راتګ پورې وغځوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي