۰
سیاسي شنوونکي:

د سولې غوټه د خلیلزاد په سفرونو نه خلاصېږي د امنیت شورا د اقدام وکړي

سی شنبه ۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۷
د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي اووم سفر ته په غبرګون کې یو شمېر سیاسي شنوونکي په دې باور دي، چې خلیلزاد نه شي کولی د سولې غوټه وسپړي.
د سولې غوټه د خلیلزاد په سفرونو نه خلاصېږي د امنیت شورا د اقدام وکړي
د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي اووم سفر ته په غبرګون کې یو شمېر سیاسي شنوونکي په دې باور دي، چې خلیلزاد نه شي کولی د سولې غوټه وسپړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد د روانې اپریل میاشتې له ۲۱ مې د راتلونکې مې تر ۱۱ مې پورې یو ځل بیا د افغان سولې به تړاو راوتلی دی.

هغه ویلي، په دې لړ کې به افغانستان، روسیې، هند، برېتانیا، قطر او پاکستان ته ولاړ شي او هڅه به یې دا وي، چې د بین الاافغاني خبرو او افغان سولې لپاره لا ډېر نړیوال ملاتړ تر لاسه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د خلیلزاد د سفر موخه همدا ښودلې
د سیاسي او پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل جمهور خبري آژانس ته و ویل« تر څو د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې د زبرځواکه هېوادونو استازولي کوي پر طالبانو او پاکستان فشارونه را نه وړي، د خلیلزاد سفرونه ګټه نه شي کولي، که امنیت شورا پر طالبانو او پاکستان فشار ډېر کړي، کېدای شي افغانستان کې تل پاتې سولې او د بهرنیو نه لاسوهنو لپاره یوه سمه او معقوله لار وموندل شي.»
او ټینګار یې کړي، چې ښاغلي خلیلزاد به هڅه وکړي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې وروستۍ کړي.

خو یو شمېر سیاسي شنوونکي وايي، تر هغې چې پر طالبانو او پاکستان فشارونه نه وي ډېر شوي د خلیلزاد سفرونه نه شي کولی، د سولې دغه غوټه راوسپړي.

د سیاسي او پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل جمهور خبري آژانس ته و ویل« تر څو د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې د زبرځواکه هېوادونو استازولي کوي پر طالبانو او پاکستان فشارونه را نه وړي، د خلیلزاد سفرونه ګټه نه شي کولي، که امنیت شورا پر طالبانو او پاکستان فشار ډېر کړي، کېدای شي افغانستان کې تل پاتې سولې او د بهرنیو نه لاسوهنو لپاره یوه سمه او معقوله لار وموندل شي.»

ښاغلي امرخېل ټینګار وکړ، چې امریکا نه باید د افغانستان سوله یوازې بین الاافغاني خبرو ته پرېږدي، ځکه د ده په وینا افغان سیاسیون د خپلو شخصي ګټو او قدرت په لټه کې دي او نه شي کولی یو بل ته قناعت ورکړي.

خو د سیاسي چارو یو بل کارپو وحید مژه بیا په دې باور دی، چې خلیلزاد به دا ځل وکولی شي له طالبانو سره په خبرو کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر مهال وېش یوې موافقې ته ورسېږي.

د مژده په وینا که چېرې امریکا او طالبان د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره جوړ راغلل نو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د پیل لپاره به هم هېڅ ډول خنډ پاتې نه شي او ښايي طالبان له حکومت سره د راتلونکي نظام پر سیاسي جوړښت خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:وحیدفرزان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي