سږ کال به ۳۰ تخنیکي او مسلکي ښوونځي جوړ شي

3 ثور 1398 ساعت 14:18

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اعلان وکړ، چې روان کال به په ټول هېواد کې ۳۰ نوي تخنیکي او مسلکي ښوونځي جوړ کړي.


د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اعلان وکړ، چې روان کال به په ټول هېواد کې ۳۰ نوي تخنیکي او مسلکي ښوونځي جوړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ادارې مشرې ندیمه سحر نن سه شنبې د غوايي ۳ مه حکومت ته د حساب ورکولو پروګرام کې و ویل، چې په اوسي کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ښوونځیو شمېر د بازار د غوښتنو لپاره کفایت نه کوي.

د هغې په وینا دا مهال د هېواد په ۳۰۱ ولسوالیو کې ۳۰۱ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښوونځي شته خو دا ښوونځي د بازر له دې غوښتنې سره چې تخنیکي برخو متخصیصینو ته اړتیا لري سمه نه ده.

نوموړې و ویل، حکومت په پلان کې لري، چې تر راتلونکو دریو کلونو پروې باید په ټولو ولسوالیو کې تخنیکي او مسلکي ښوونځي جوړ شي.

مېرمن سحر زیاته کړه د دوی د ادارې په استراتېژۍ کې شته چې د هرې ولسوالۍ له پاره یو تخنیکي او مسلکي ښوونځي جوړ کړي او روان کال به ۳۰ دغه ډول ښوونځي جوړ هم شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشره وايي، دا مهال د حرفه ی زده کړو په مرکزونو کې ۶۴ زره زده کوونکي شته او دا شمېر به نوره هم زیاته شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 


د مطلب کود: 115802

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115802/

جمهور
  https://www.jomhornews.com