۰
خلیلزاد:

د بین الافغاني خبرو برخه کې تر اوسه جدي ګامونه نه دي اخستل شوي

چهارشنبه ۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۴
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د سولې په روانو هڅو کې تر اوسه د بین الاافغاني خبرو لپاره جدي ګامونه نه دي اخستل شوي.
د بین الافغاني خبرو برخه کې تر اوسه جدي ګامونه نه دي اخستل شوي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د سولې په روانو هڅو کې تر اوسه د بین الاافغاني خبرو لپاره جدي ګامونه نه دي اخستل شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خلیلزاد دغه څرګندونې پرون سه شنبې د غوايي ۳ مه کابل کې د امریکا په سفارت کې د ځوانانو یوې غونډې ته د ویډیويي کنفرانس له لارې کړې دي.

کابل کې د امریکا سفارت ته د بېلا بېلو ولایتونو، حکومت، مدني ټولنې، خصوصي سکتور او تعلمي ادارو ۱۲۰ تنه ځوانان ورغلي او د سولې او پخلاینې په اړه یې خبرې وکړې.

خلیلزاد دغه ځوانانو ته و ویل، نور د دې وخت راسېدلی، چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او سوله ټينګه شي.

د هغه په وینا د امریکا په استازیتوب دنده لري، چې د افغانانو سره د جګړې په پای ته رسېدو کې مرسته وکړي او نړۍ قانع کړي، چې له افغانستان څخه به نور دوی ته ګواښ نه وي.

نوموړي زیاته کړه، چې د سولې لپاره هڅې شوې، خو د بین الاافغاني خبرو لپاره تر اوسه جدي ګامونه نه دي پورته شوي، چې باید پورته شي.

هغه و ویل«لومړني قدمونه اخېستل شوي دي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو، له افغانستانه نړۍ ته د ګواښ نه پېښدو په برخه کې پرمختګونه شوي، خو د افغانانو ترمنځ د خبرو، جګړې د پای ته رسېدو او یو دایمي او کُلي اوربند په برخه کې هم تراوسه کوم پرمختګ نه‌ دی شوی او جدي ګامونه نه دي اخستل شوي.»

خلیلزاد وايي، په دې ټولو مسایلو به توافق وخت ونیسي، خو په وینا یې تر چې په هر څه توافق نه وي شوی پر هېڅ توافق نشته دي.

دی وايي، د دې سفر هدف یې هم همدا دی، چې د افغان حکومت، سیاسي لورو او طالبانو سره د خبرو لړۍ پیل کړې او په دې برخه کې یې له افغانان ځواکونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

باید و ویل شي، خلیلزاد چې د افغان سولې په تړاو خپل اووم ځلي سفر پیل کړی دا مهال په برېتانیا کې دی او پرون یې د دغه هېواد له چارواکو سره چې د افغانستان د مالیې وزارت سپرست هم په کې و پر سوله خبرې وکړې.

ټاکل شوې خلیلزاد سبا مسکو کې د روسیې، امریکا او چین تر منځ پر افغان سوله په درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي