۰

ملي شورا به د راتلونکې جمعې په ورځ پرانستل شي

چهارشنبه ۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۷
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ډاکتر فاروق وردګ وایي، ټاکل شوې د ملي شورا د ۱۷ م تقنیني دوره د راتلونکې جمعې په ورځ رسمآ پیل شي.
ملي شورا به د راتلونکې جمعې په ورځ پرانستل شي
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ډاکتر فاروق وردګ وایي، ټاکل شوې د ملي شورا د ۱۷ م تقنیني دوره د راتلونکې جمعې په ورځ رسمآ پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې وه، ملي شورا سبا پنشنبې د غوايي ۵ مه پرانستل شي، خو د ښاغلي وردګ په خبره د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله یوه ورځ ځنډول شوې او د جمعې په ورځ به پرانستل شي.

ښاغلي وردګ دغه تخنیکي ستونزې د ټاکنو کمېسیون له خوا د څلورو نورو ولایتونو د ټاکنو د پایلو اعلان او د وکیلانو وثیقې اخستل وبلل.

نوموړي زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون ژمنه کړې چې نن چهارشنبې د غوايي ۴ مه به د څلور نورو ولایتونو د ولسي جرګې وروستۍ پایلې هم اعلان کړي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر وايي، دا چې نن کمېسیون د څلورو نورو ولایتونو پایلې اعلانوي، ښايي سبا پنشنبې پر بریالیو وکیلانو وثیقې و وېشې نو ځکه پرېکړه شوې، چې د ملي شورا پرانسته یوه ورځ وځنډول شي او ښايي د راتلونکې جمعې په ورځ پرانستل شي.

خو په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، د جمعې ورځ رخصتي ده او ښايي ملي شورا د راتلونکې شنبې غوايي ۷ مه پرانستل شي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني هم پرون ماښام په ارګ کې له یو شمېر بریالیو وکیلانو سره په لیدنه کې ویلي، چمتو دیو چې په راتلونکو څو ورځو کې ملي شورا پرانیزي.

باید و ویل شي، چې پارلماني ټاکنې د تلې میاشتې په ۲۸ مه او ۲۹ مه تر سره شوې دي، خو له غزني پرته د ټولو نورو ولایتونو وروستۍ پایلې لا هم نه دي اعلان شوې.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي