بهر مېشتو یو شمېر افغانانو قطر کې له طالب استازو سره لیدلي

4 ثور 1398 ساعت 11:38

راپورونه وايي، امریکا او اروپا مېشتو یو شمېر افغان سیاسیون د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره لیدلي او پر ځینو مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.


راپورونه وايي، امریکا او اروپا مېشتو یو شمېر افغان سیاسیون د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره لیدلي او پر ځینو مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قطر کې باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، دغه پلاوي کې له لندن نه د افغانانو په استازیتوب ډاکتر فاروق اعظم هم برخه درلوده.

سرچینه وایي، د فاروق اعظم په ګډون دغه افغان سیاسیتوال دوحه کې د طالبانو د دفتر له مهمو غړو سره کتلي او لا هم هملته دي.

ویل کېږي په دې لیدنه کې دواړو لورو د بین الاافغاني خبرو تر څنګ د دوحې د لغوه شوې ناستې په اړه هم خبرې کړې دي.

د سرچینې په وینا دوحې ته د ورغلو افغانانو موخه دا ده، چې د بین الاافغاني خبرو لپاره زمینه برابره کړي او د طالبانو نظریات واوري.

سرچینه وایي، فاروق اعظم لا هم دوحه کې دی او ټاکل شوې یوه اوونۍ کې کابل ته راشي، د طالبانو وروستۍ دریځ راوړي او له ولسمشر غني سره یې شریک کړي.

افغان حکومت او طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو د سرچینې په وینا طالبان هڅه کوي، چې دغه ناسته پټه وساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې واشنګټن پوست ورځپانې هم دوه ورځې وړاندې خبر ورکړی، چې د بهر مېشتو افغانانو یوه پلاوي، چې د ښځو د حقوقو لپاره کار کوي، د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره کتلي دي.

دغه ورځپاڼې ویلي و، یاده ناسته د تېرې شنبې د وري ۳۱ مه تر سره شوې او د بهر مېشتو افغانانو پلاوي کې درې مېرمنې هم شاملې وې.

ورځپاڼې د خبرو جزیات نه دي ورکړي، خو د یوې امریکا مېښتې افغان کډنوالې مسعودې سلطان له قوله یې ویلي، چې دوی د دوحې د لغوه شوې ناستې برخه نه وو.

نوموړې زیاته کړې وه، چې دوی په جلا ډول د ملاشېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ له طالب پلاوي سره خبرې کړې دي، خو دا چې په څه یې ورسره خبرې کړې جزیات یې نه دي ورکړې.

واشنګټن پوست د ناستې د یوې بلې ناروې مېشتې کډونوالې خاټول مومند له خولې لیکلي وو، دوی ته په ترسره کړې ناسته کې داسې ښکاره شوه، چې طالبان ډېر نه دي بدل شوي او هماغه پخواني دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115827

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115827/

جمهور
  https://www.jomhornews.com