غزني کې ځانګړي عملیات دوام لري، ۷ وسله وال طالبان وژل شوي

4 ثور 1398 ساعت 11:46

سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو ځانګړي ځمکني او هوايي عملیات لا هم دوام لري او طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو ځانګړي ځمکني او هوايي عملیات لا هم دوام لري او طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند عارف نوري نن چهارشنبې د غوايي ۴ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ځانګړي عملیات له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې، د غزني په مقر، اندړو او ګیلان ولسوالیو کې تر سره شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، په دې عملیاتو کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي، چې په وژل شویو کې د اصل الدین په نوم د اندړو لپاره د طالبانو یو استخباراتي مسوول هم شمل دی.

نوري وايي، په عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې افغان ځواکونو له تېرو څو ورځو راهیسې د غزني، په ګیرو، ګیلان، اندړو، مقر، قرباغ، ناورې ولسوالیو او ځینو نورو سیمو کې پر طالبانو سخت هوایي او ځمکني ګذارونه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 


د مطلب کود: 115828

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115828/

جمهور
  https://www.jomhornews.com