ننګرهار کې د طالبانو او داعش تر منځ نښته شوې

5 ثور 1398 ساعت 9:01

د ننګرهار په شېرزاد او خوږیاڼو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ سختې جګړې روانې دي او دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اړولې ده.


د ننګرهار په شېرزاد او خوږیاڼو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ سختې جګړې روانې دي او دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه جګړې له تېرو دوه ورځو راهیسې روانې دي او لا هم دوام لري، چې له امله یې سلګونه کورنۍ هم بې ځایه شوې دي.

د ننګرهار د ولایت د ګډوالو اداره وايي، د دې دوه ورځو د جګړې له امله تر ۴۰۰ ډېرو کورنیو خپلې مېنې پرېښې او د خوندي ځایو په لټه کې دي.

یو شمېر کډوال خپل تورکي هم ورسره وړي، خو ډېری یې پر دې نه توانېدلي، چې ان د ژوند اړین لومړني اړین توکي ورسره ولېږدوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی هم وايي، شېرزادو او خوګیاڼو کې داعش او طالب په جګړه سره کېوتي او یو شمېر کورنیو سیمه پېرښې ده.

نوموړي زیاته کړې، ځايي اداره به ډېر ژر په سیمه کې د پوځي عملیاتو تر څنګ له بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې ته هم ور ودانګي.

باید و ویل شي، د ننګرهار په یو شمېر نورو سیمو کې له دې وړاندې هم د داعش او طالبانو تر منځ نښتې شوې وې، خو په شېزادو او خوګیاڼو کې دا نښتې تازه.

طالبانو او داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115850

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115850/

جمهور
  https://www.jomhornews.com