۰

د ولسمشرۍ ټول نوماندان په نهايي لست کې شامل دي

پنجشنبه ۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۷
د افغانستان د ټاکو خپلواک کمېسیون وايي، د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزه ټاکنو لپاره د ټولو ۱۸ نوماندانو نومونه په وروستي لېست کې شامل دي.
د ولسمشرۍ ټول نوماندان په نهايي لست کې شامل دي
د افغانستان د ټاکو خپلواک کمېسیون وايي، د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزه ټاکنو لپاره د ټولو ۱۸ نوماندانو نومونه په وروستي لېست کې شامل دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون زیاتوي، چې د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون د نوماندانو وروستۍ لېست دوی ته لېږلی او یو نوماند هم نه دی ترې حذف شوی.

د ولسمشرۍ لپاره ۱۸ تنو، محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، حنیف اتمر، ګلبدین حکمتیار، حکیم تورسن، عبدالطیف پدرام، زلمي رسول، رحمت الله نبیل، شیدا محمد ابدالي، نورالحق علومي، احمد ولي مسعود، فرامرز تمنا، سید نور الله جلیلي، عنایت الله حفیظ، محمد شهاب حکیمي، محمد ابراهیم الکوزی، غلام فاروق نجرابي او نور رحمان لېوال ځانونه نوماند کړي، چې په ورستي لېست کې هم ټول شته دي.

ټاکل شوې چې د ټاکنو کمیسیون د پنجشنبې په ورځ (اپریل۲۵) د کاندیدانو ترمنځ قرعه کشي وکړي او د رایې اچونې په پاڼو کې یې د نومونو ترتیب برابر کړي.

د یادونې ده، چې د اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ نوماندان باید د بل هېواد تابعیت ونلري، مسلمان، له افغان مور او پلاره زېږېدلي، په بشري جرمونو تورن او له خپلو مدني حقونو څخه بې برخې نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي