اسدالله خالد:

دفاع وزارت کې د فساد کابو ۴ زره دوسیې څېړل شوې دي

5 ثور 1398 ساعت 15:07

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، تېر ۱۳۹۷ کال په دغه وزارت کې د فساد نېږدې ۴ زره دوسیې څېړل شوې دي.


د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، تېر ۱۳۹۷ کال په دغه وزارت کې د فساد نېږدې ۴ زره دوسیې څېړل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خالد چې نن پنشنبې د غوايي ۵ مه کابل کې حکومت ته د حساب ورکولو پروګرام کې خبرې کولې و ویل، چې په دغه وزارت کې د اداری فساد ۳۹۳۰ دوسیې څېړل شوې دي، چې د ۴۳۳ افسرانو، ۱۷۳۸ بریدملانو او ۱۷۵۴ سرتېرو اړوند دي.

ښاغلي خالد زیاته کړه، په پوځ کې د فساد سره مباره په شدت دوام لري او دغه راز هڅه کېږي، چې د تغیراتو او معاشاتو د ورکړې سیستم هم برېښنايي شي، چې په دې سره به هم تر یوه بریده د فساد مخه ونیول شي.

د هغه په وینا په پوځ کې د تغیراتو او معاشونو د ورکړې سیستم تر دې مهال ۹۳ سلنه بشپړ شوې او د مکمل بشپړېدو لپاره یې کار روان دی.

د ملي دفاع وزارت سرپرست په دغه وزارت کې ټاکنې د وړتیا او ښایسته سالارۍ پر بنسټ وبللې او هغه راپورونه یې رد کړل، چې ګڼې ټاکنې د قومي او نورو اړیکو پر بنسټ تر سره کېږي.

دغه راز خالد د امنیت د تامین په برخه کې و ویل، چې ملي دفاع وزارت د لرې پرتو سیمو د امنیت لپاره د سیمه ییز اردو ۵۵ ټولي جوړوي، چې ۳۳ ټولي یې جوړ شوي او نور یې هم د جوړېدو په حال کې دي.

هغه د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا په برخه کې و ویل، چې دغه ځواک تر اوسه ۲۳ بک هاګ چورلکې تر لاسه کړې او دغه راز به په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۱۴ نورې هم تر لاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغان پوځ د ځوان کېدو په حال کې دی او د همدې په خاطر تر اوسه ۱۰۸۴ تنه چې ۸۵ جنرالان او ۹۶۶ یې ډګروالان دي، تقاعد شوي دي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د خالد عملیاتو په اړه و ویل، چې افغان ځواکونه په پوره مېړانې سره له خپلې خاورې او ولس د دفاع حق لري او دا عملیات هم د همدې په خاطر په بریالیتوب سره مخ ته روان دي.

نوموړي په عملیاتو کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو پخلی هم وکړ، خو په ټینګار سره یې و ویل، چې دفاع وزارت داسې کړنلارې تر لاسه لاندې لري، چې په پلي کېدو سره به یې د ملکي تلفاتو مخنوی وشي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 115873

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115873/

جمهور
  https://www.jomhornews.com