مسعود اندرابي:

تېر کال څه باندې ۱۰ زره وسله وال وژل شوي او ۱۰ سلنه جنايي جرمونه کم شوي

5 ثور 1398 ساعت 16:02

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي، تېر کال د هېواد په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۱۰ زره ترهګر وژل شوي او ۳۶۴۰ نور ټپیان دي.


د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي، تېر کال د هېواد په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۱۰ زره ترهګر وژل شوي او ۳۶۴۰ نور ټپیان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اندرابي چې نن پښنبې د غوايي ۵ مه حکومت ته د حساب ورکولو پروګرام کې خبرې کولې و ویل، چې په ۱۳۹۷ کال کې افغان ملي پولیسو او افغان پوځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۲۶۴۳ ګډ عملیات ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه عملیات په ترڅ کې څه باندې ۱۰ زره ترهګر وژل شوي او ۳۶۴۰ نور ټپیان دي.

دغه راز هغه د ملي پولیسو د ځانګړو عملیاتو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د پولیسو د ځانګړې قطعې ځواکونو تېر کال ۲۰۹۰ ځانګړي عملیات ترسره کړي دي.

د هغه په وینا د دې عملیاتو په تر سره کېدو سره په هېواد کې د جنايي جرمونو ګراف هم د تېر کال په پرتله ۱۰٪ راټیټ شوی دی.

ښاغلي اندرابي د ۱۲۸ لویو جرمي قضیو د کشف خبر ورکړ او ویې ویل، چې ملي پولیسو تېر کال کې ۸۱٪ جنايي قضیې کشف او عاملین یې د قانون منګلو ته سپارلي؛ چې له هغو ډلې اداري فساد، له وظیفوي صلاحیتونو ناوړه ګټنه او وظیفوي غفلت هم پکې شامل دي.

مسعود اندرابي له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د کورنیو چارو وزارت ژمنتیا ټینګار وکړ، زیاته یې کړهو چې کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ۳۷۲۲ ځانګړي او موخه ییز عملیات ترسره کړي.

دی وايي، د دې عملیاتو په لړ کې یې د نشه يي توکو ۴۷ لابراتوارونه له منځه تللي، ۴۲۶۳ تنه یې په تړاو نیول شوي او ۶۵۷ ټنه بېلابېل نشه يي توکي ضبط او له منځه وړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115878

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115878/

جمهور
  https://www.jomhornews.com