اختر منګل:

پاکستان د سیمه ییزې جګړې پر لور روان دی

7 ثور 1398 ساعت 9:09

د بلوچستان د ملي ګوند مشر سردار اختر منګل وايي، پاکستان د درېیمې سیمه ییزې جګړې پر لور روان دی او دا جګړه به له بلوچستانه پیل شي.


د بلوچستان د ملي ګوند مشر سردار اختر منګل وايي، پاکستان د درېیمې سیمه ییزې جګړې پر لور روان دی او دا جګړه به له بلوچستانه پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اختر منګل د امریکا غږ له اردو څانګې سره په یوه مرکه کې ویلي د پاکستان ریاست هېواد د نورو د ګټو په خاطر په سیمه ییزه جګړو کې ښکېولي.

د هغه په وینا د پاکستان حکومت تل د بلوچستان سره د مور او میرې چلند کړی او تر اوسه یې دې د سیمې د ستونزو د حل لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

اختر منګل خبرداری ورکړی، که حکومت خپله پالیسي بدله نه کړي نو کېدای شي پاکستان کې سیمه ییزې جګړې پیل شي، چې د ده په وینا مرکز به یې قبایلي سیمې نه خو بلوچستان به وي.

باید و ویل شي دا نه یوازې د بلوچستان سیمې خلک بلکې د قبایلي سیمو خلک هم وایي، چې د پاکستان حکومت له پنجاب او سیند پرته نورو ایالتونو ته نه یوازې پاملرنه نه کوي، بلکې تل یې د هغوی حقوق خوړي او ځپلي یې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 115902

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115902/

جمهور
  https://www.jomhornews.com