۰
خلیلزاد:

د افغان سولې په اړه نړیوالې هوکړې ته نېږدې شوي یو

شنبی ۷ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۳
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مسکو تر درې اړخیزه غونډې وروسته ویلي چې د سولې په تړاو یوې نړیوالې هوکړې ته نیږدې شوي یو.
د افغان سولې په اړه نړیوالې هوکړې ته نېږدې شوي یو
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مسکو تر درې اړخیزه غونډې وروسته ویلي چې د سولې په تړاو یوې نړیوالې هوکړې ته نیږدې شوي یو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مسکو کې د تېرې پنشنبې غوايي ۵ مه د روسیې، امریکا او چین د استازو تر منځ پر افغان سوله غونډه وشوه.

په دغه ناسته کې د افغانستان د سولې لپاره امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف او د چین ځانګړي استازي دینګ کشون د افغانستان د سولې او روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې د درې واړه لورو تر منځ پر اتو ټکو ملي حاکمیت، بین الافغاني خبرو، تروریزم، د ځواکونو د وتلو، د مخدرو موادو د قاچاق، خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا، په خپل سبک او خوښه د پرمختګ د لارې د انتخاب حق ته په درناوي موافقه شوې ده.

تر دغه غونډې وروسته د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي، چې له روسیې او چین سره یې بریالۍ او مهمې خبرې لرلې او دا ښيي، چې امریکا د افغان سولې لپاره یوې نړیوالې هوکړې ته نېږدې شوې ده.

خو په وینا یې امریکا لا هم هڅه کوي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره په نړیواله کچه د نظر یووالي رامنځ ته کړي.

خلیلزاد ټینګار کړی، چې په افغانستان کې سوله او ثبات په نېږدې کېدو دی او دغه هېواد به له دې وروسته د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

د هغه په وینا امریکا د افغان جګړې پای ته رسولو ته ژمنه ده او په دې برخه کې به نړیواله همکاري دغه ژمنتیا لا پیاوړې کړي.
د یادونې ده، چې د مسکو په ناسته کې درې واړه لورو له طالبانو غوښټي، چې څومره ژر کېدای شي له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

دغه راز له ګاونډیو او سیمه ییزه هېوادونو هم غوښتل شوي، چې د افغانستان په تړاو د دغه درې واړه هېوادونو له موقف څخه ملاتړ وکړي.

په دغه ناسته کې د اوربند په ټینګېدو هم ټینګار شوی او ویلي یې دي، چې ټول ښکېل اړخونه باید د لومړي اقدام په توگه په یو داسې پروگرام توافق وکړي چې سمدستي په افغانستان کې تاوتریخوالی راکم شي.

په دغه غونډه کې ټینګار شوی، چې درې واړه لوري د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او ارضي تمامیت ته درناوی کوي او دا هېواد دې د خپلې پرمختیا لار په خپله وټاکي.

په دغه ناسته کې د اوربند په ټینګېدو هم ټینګار شوی او ویلي یې دي، چې ټول ښکېل اړخونه باید د لومړي اقدام په توگه په یو داسې پروگرام توافق وکړي چې سمدستي په افغانستان کې تاوتریخوالی راکم شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د سیمې له هیوادونو غوښتل شوي چې د افغانستان د سولې په اړه د دې درې هیوادونو له موقف نه ملاتړ وکړي او هغه په یوه سیمه ایزه او نړیواله اجماع بدله کړي.

له بهرنیو ځواکونو څخه یې وغوښتل چې د سولې د پروسې په چوکاټ کې له افغانستان څخه په منظم او مسوولانه ډول  ووځي.

دوی پر طالبانو غږ وکړ چې د تروریستي ډلو د جلب و جذب، روزنې او تمویل مخه ونیسي او د حکومت په ګډون له نورو افغانانو سره خبرې وکړي.

دوی وړاندیز وکړ چې د افغانستان حکومت او طالبان باید په افغانستان کې د مخدرو موادو د محوه کېدو لپاره لازم اقدامات وکړي.

درو خواوو همداراز موافقه وکړه چې د افغانستان د سولې د پروسې د ملاتړ لپاره به په خپل منځ کې به سلامشورو ته دوام ورکوي او بله غونډه به د چین په پلازمېنه پیکینګ کې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي