امریکا کې پر یوه کلیسا په برید کې یو ښځه وژل شوې ده

8 ثور 1398 ساعت 8:27

د امرکیا د کیلیفورنیا ایالت کې پر یوه یهودي کلیسا وسله وال کس برید کړی او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده،.


د امرکیا د کیلیفورنیا ایالت کې پر یوه یهودي کلیسا وسله وال کس برید کړی او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید د یوه نولس کلن وسله وال له خوا د د کیلیفورنیا ایالت په سانتایاگو ښار د یهوادنو پر عبادتځای شوی دی.

راپورونه وایي، په دغه برید کې یوه ښځه وژل شوې او د یوې ښځې په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي.

پولیس وايي، بریدګر یې نیولی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د امریکا ولسمشرټرمپ برید په کلکو ټکو غندلی دی.

باید و ویل شي، چې  شپږ میاشتې مخکې په پیټرس برګ کې پر یهودانو په یوه برید کې یولس تنه وژل شوي و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115923

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115923/

جمهور
  https://www.jomhornews.com