د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله سره د سولې په تړاو د خپلو تېرو او راتلونکو سفرونو او پروګرامونو په معلومات شریک کړل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني، عبدالله او یو شمېر نورو لوړ پوړو افغان چارواکو پرون شنبې د غوايي ۷ مه ماښام مهال ارګ کې له خلیلزاد سره ولیدل.
خلیلزاد چې تازه د برېتانیا او مسکو له سفره کابل ته راغلی د دغه سفرونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دواړو خواوو د بین الافغاني دیالوګ پر احیا ټینګار وکړ او هغه یې په راتلونکي کې د افغانستان د حکومت تر مشرۍ لاندې له طالبانو سره د خبرواترو د زمینې د برابرولو لپاره مهم وباله.
خلیلزاد د افغان حکومت له مشرانو سره خبرو کې ویلي، چې په مسکو کې یې د روسیې او چین له استازو سره د افغانستان په اړه مفصلې خبرې وکړې.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ټینګار کړی، چې امریکا د سولې او بین الافغاني مذاکراتو لپاره هېڅ ډول هڅې نه سپموي.
په ورته وخت کې ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې سوله یوازې د بین الافغاني مذاکراتو پر مټ راتللی شي.
باید و ویل شي، چې خلیلزاد تر دې وړاندې لندن او تر هغې وروسته مسکو ته ولاړ او د روسیې، امریکا او چین تر منځ د افغانستان پر سر جوړه شوې درې اړخیزه غونډه کې یې ګډون وکړ.
تر دغه غونډې وروسته خلیلزاد و ویل، چې امریکا د افغان سولې په برخه کې د نړیوالې اجماع توافق ته نېږدې شوې او خپلو دې هڅو ته به لا دوام ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل