۰

عبدالله او خلیلزاد پر سوله خبرې کړې دي

یکشنبه ۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۶
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
عبدالله او خلیلزاد پر سوله خبرې کړې دي
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اجرائیه ریاسته خپره شوې خبرپاڼه وایي، ښاغلي عبدالله نن یکشنبې د غوايي ۸ مه سره ولیدل او دواړو لورو د سولې په اړه خبرې اترې وکړې.

خبرپاڼه وایي، په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیرصلاح الدین رباني هم شتون درلود او ښاغلي عبدالله د سولې په برخه کې د امریکا او په ځانګړې توګه د خلیلزاد له هڅو مننه وکړه.

ښاغلي عبدالله په خپلو خبرو کې پر عادلانه او تل پاتې سولې ټینګار کړی ویلي یې دي، چې افغان حکومت او ولس دغه لار ته د رسېدو په برخه کې ژمن دی.

دغه راز ښاغلي عبدالله د افغان سولې په تړاو د اروپايي ټولنې، چین او روسیې په ګډون د نړیوالې اجماع له رامنځ ته کېدو هرکلی وکړ.

سرچینه زیاتوی، چې خلیلزاد د سولې په تړاو د خپلو سفرونو معلومات له ښاغلي عبدالله سره شریک کړل او په دې برخه کې یې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په رامنځ ته کېدو ټينګار وکړ.

په دغه ناسته کې دواړو لورو پر بین الاافغاني خبرو، سیمه ییزې او ملي اجماع او دغه راز له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

باید و ویل شي، چې خلیلزاد تر دې وړاندې پرون ماښام په ارګ کې له ولسمشر غني سره کتلي او هغه ته یې د خپلو سفرونو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي