د ولسمشر دوهم مرستیال:

د سولې په اړه په مشورتي جرګه او حکومت په نیت نباید شک وشي

8 ثور 1398 ساعت 13:49

د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وایي، د سولې په تړاو په جوړېدونکي مشورتي جرګه او دغه راز په دې برخه کې د حکومت پر نیت نه باید چې شک وشي.


د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وایي، د سولې په تړاو په جوړېدونکي مشورتي جرګه او دغه راز په دې برخه کې د حکومت پر نیت نه باید چې شک وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش چې نن یکشنبې د غوايي ۸ مه ارګ کې د مجاهدینو د بریالیتوب ورځې په لمانځ غونډه کې وینا کوله وو یل، چې حکومت سولې ته ژمن دی او جرګه یې هم د همدې لپاره جوړه کړې.

هغه اساسي قانون او ټاکنې د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې وبللې، چې په وینا یې د دواړو دوام مهم او کلیدي عناصر دي، چې په څنډې ته کولو سره یې کېدای شي هېواد بیا بحران ته ولاړ شي.

ښاغلي دانش د ټاکنو ځنډ ته په اشارې سره و ویل، چې د ولسمشرۍ ټاکنو په ځنډ کې حکومت هېڅ ډول رول نه درلود او تر راتلونکو ټاکنو او حکومت پورې د اوسني حکومت دوام د قانون له غوښتنې سره سم دی.

د هغه په وینا د موقت حکومت طرحه هېڅ قانوني دلیل نه لري او د هغه کسانو اړه حیرانتیا ده، چې تر پرونه یې ستره محکمه د اساسي قانون د تفسیر مرجع بلله خو نن یې د سیاسي ګټو نه بولي.

نوموړي و ویل، چې حکومت، ولس او ټول سیاسیون سوله غواړي او په دې برخه کې د نظر یووالي لري، چې د دې کار د روڼتوب لپاره حکومت لویه مشورتي جرګه جوړوي.

خو په وینا یې ځینې سیاسي کړیو په دې اړه اندېښنه ښودلې، ولې دا چې په تېرو ۱۸ کلونو کې څو جرګې جوړې شوې او مثبتې پایلې یې درلودې، نو د دې جرګې او د حکومت د نیت په اړه څوک شک ونه لري.

د ولسمشر د دوهم مرستیال په خبره مهمه دا ده، چې خلکو غږ واورېدل شي، ځکه اول او وروستۍ پرېکړه د ولس په لاس کې ده او دا جرګه به هم د سولې په اړه حکومت ته کړنلاره په لاس ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر سیاسي ګوندونو، انتخاباتي ټکټونو او سیاسي اشخاصو په دې جرګه کې له ګډون څخه انکار کړی او دا یې غیر مشروع، بې وخته، د حکومت فرمایشي او د انتخاباتي کمپاین جرګه بللې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 



 


د مطلب کود: 115939

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115939/

جمهور
  https://www.jomhornews.com