۰
ولسمشر غني:

پر افغان جهاد هېڅ ډول نیوکه د منلو نه ده، جهادي مشران دې خپلې خاطرې ولیکي

یکشنبه ۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مجاهدینو د بریا ورځې په ویاړ غونډه کې و ویل، چې د افغان ولس پر مقدس جهاد او مجاهدینو هېڅ ډول نیوکه او د هغوی توهین د منلو نه دی.
پر افغان جهاد هېڅ ډول نیوکه د منلو نه ده، جهادي مشران دې خپلې خاطرې ولیکي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مجاهدینو د بریا ورځې په ویاړ غونډه کې و ویل، چې د افغان ولس پر مقدس جهاد او مجاهدینو هېڅ ډول نیوکه او د هغوی توهین د منلو نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني نن یکشنبې د غوايي ۸ مه په ارګ کې دغه مراسمو کې د وینا پر مهال و ویل، هر څوک چې د افغان ولس جهاد او مجاهدینو ته په سپکه سترګه ګوري په حقیقت کې خپل ځان، پلارونو او نیکونو ته په سپکه ګوري.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د افغان ولس جهاد یوه سرښندنه، کارنامه، یوه معجزه وه او د افغانستان یو ستر تاریخي ویاړ دی، چې باید ویاړ پرې وشي.

ولسمشر وايي، که د افغان ولس جهاد نه وای، نو هغه څه چې نا مکمن ګڼل کېدل نن به مکمن نه و او نه به هم دا لویې پروژې داسې په اسانۍ پلې کېدای شوای.

هغه و ویل، چې د جهاد له بریا وروسته تجربو څخه باید د هېواد د راتلونکي پرمختګ لپاره کار واخستل شي، ځکه په وینا یې له دې پرته هېواد پر سم لوري نه شي تلای.

ولسمشر په دې برخه کې له جهادي مشرانو په ځانګړې توګه له استاد سیاف، حکمتیار او دغه راز له ډاکتر عبدالله څخه وغوښتل، چې خپلې خاطرې ولیکي او یا هم بل چا ته اجازه ورکړی، چې د جهاد خاطرې ولیکي.

ښاغلي غني په ځانګړي ډول پر ډاکتر عبدالله غږ وکړ، چې د شهید مسعود د خاطرو کتابچه له ولس سره شریکه کړي، تر چې دا کارنامې راتلونکو نسلونو ته پاتې شي.

افغان ولسمشر ټینګار وکړو چې نه باید د هېواد راتلونکی د تېرو تېروتنو قرباني شي، او په وینا یې که چېرې د تېرو تېرو انرژي چې نفاق دی، په همغږۍ بدله شي، او د هېواد د بیارغونې لپاره وکارول شوي، کېدای شي ستونزې حل کړي.

دغه راز ښاغلي غني په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د پر وخت، رڼو او عادلانه ټاکنو په تر سره کېدو د ټینګار تر څنګ پر ټولو نوماندانو غږ وکړ، چې لاس سره ورکړي او راتلونکې ټاکنې د تاریخ تر ټولو رڼې ټاکنې تر سره کړي.

هغه لویې مشورتي جرګې ته په اشارې سره و ویل، چې د سولې په اړه باید له ولس سره مشوره وشي او د هغوی نظریات او غوښتنې په پام کې ونیول شوي، ځکه په وینا یې دا د ولس حق دی، چې پوه شي، چې جنګ او سولې قیمت څه دی او په څه ډول باید مدیریت شي.

ولسمشر و ویل، چې حکومت په افغانستان کې د سولې ټنګښت ته پوره ژمن دی او په ټول توان هڅه کوي، چې په هېواد کې د جګړو او وینې بهېدنې مخنوی وکړي او افغانستان یو ځل بیا د آسیا د تمدن په مرکز بدل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي