افغان پوځ بادغیس کې د طالبانو پر پټنځایونو مرګوني بریدونه کړي

9 ثور 1398 ساعت 10:01

ملي دفاع وزارت وايي، افغان او بهرنیو ځواکونو بادغیس ولایت کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو مرګوني هوايي بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان او بهرنیو ځواکونو بادغیس ولایت کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو مرګوني هوايي بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن دوشنبې د غوايي ۹ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغان او بهرنیو ځواکونو د بادغیس په آبکمري ولسوالۍ کې د طالبانو پټنځایونه په نښه کړي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې په دې هوايي بریدونو کې د پڼځو قوماندانانو په ګډون ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خبرپاڼه وایي، په وژل شویو کسانو کې د آبکمري لپاره طالب ولسوال مولوي بسم الله، قوماندان عبدالحنان، مولوي عبدالرحیم داد، سیمه ییز قوماندان غلام حضرت او سرګروپ ملا نجیب شامل دي.

سرچینه زیاتوی، چې د عملیاتو پر مهال څلور نور وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې د لوګر په ازره ولسوالۍ کې یې هم د عملیاتو پر مهال پنځه وسله وال طالبان وژلي او د هغوی د چاودېدونکو توکو دوه زېرمې یې له منځه وړې دي.

خبرپانه وایي، په دغه زېرمونو کې ۲ زره کیلوګرامه چاوېدونکي توکي، ۲۰ میله وسلې او ۱۰ ځانمرګي واسکټونه له منځه وړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 115961

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115961/

جمهور
  https://www.jomhornews.com