افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لویې جرګې د پرانستې په وینا کې جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف د دغه جرګې د مشر په توګه وړاندیز او د جرګې له خوا وټاکل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه جرګه نن دوشنبې د غوايي ۹ مه چې، ۳۲۰۰ غړي او ۳۰۰ مېلمانه لري د ولسمشر غني په وینا سره پرانستل شوه.
ولسمشر غني د جرګې د کمېسیون د کړنلارېاو میکانېزم سره سم پخوانی جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف د دغه جرګې د مشر په توګه وړاندیز وکړ، چې ورسره سم د جرګې ټولو غړو په درېدو او یوه غږ سره هغه د جرګې د رییس په توګه تایید کړ.
ښاغلي غني و ویل، د ده په اند د دغه لویې مشورتي جرګې د ریاست لپاره درند مشر استاد سیاف چې د ده په وینا دیني عالم، سیاستوال او د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه خبر دی غوره کس دی او دی یې د جرګې د رییس په توګه ټاکي.
خپله استاد سیاف هم له ولسمشر غني او دغه راز د جرګې د غړو له خوا د هغه د تایید څخه مننه وکړه او ویې ویل، که څه هم توان کې یې نه و، خو دا چې د سولې لپاره جرګه ده او دا یو عبادت ګڼي نو ځکه یې دغه مشرۍ ته غاړه کېښوده.
جمهورخبري آژانس:کابل