۰

خلیلزاد له الېس ویلز سره یو ځای پاکستان ته رسېدلی دی

دوشنبه ۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۱
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سوېلي اسیا لپاره د امریکا استازې الېس وېلز سره یو ځای پاکستان ته رسېدلی دی.
خلیلزاد له الېس ویلز سره یو ځای پاکستان ته رسېدلی دی
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سوېلي اسیا لپاره د امریکا استازې الېس وېلز سره یو ځای پاکستان ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد او مېرمن ویلز نن دوشنبې د غوايي ۹ مه اسلام آباد ته رسېدلي او ټاکل شوې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې خلیلزاد او ویلز له پاکستاني چارواکو سره لیدلي او په ناسته کې یې د افغان سولې پروسې په ګډون په دوه اړخیزو اړیکو بحث کړی دی.

باید و ویل شي، چې خلیلزاد د افغان سولې په تړاو خپل اوم سفر له انګلستان څخه پیل کړ، چې وروسته مسکو او بیا کابل ته راغی او له کابله نن اسلام آباد ته ولاړ.

هغه وړاندې ویلي وو چې د سفر موخه یې د افغان سولې لپاره د سیمه ییز او نړیوال ملاتړ لا ډېرول او په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی اېښودل دي.

نوموړي اسلام آباد ته تر سفر وړاندې ویلي وو چې د افغان سولې په اړه ملي او نړیواله اجماع شته، خو سیمه ییزه اجماع لا هم نه ده رامنځ ته شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي