جوزجان کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته نښته شوې

10 ثور 1398 ساعت 11:45

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د جوزجان ولایت آقچه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ خونړۍ نښته کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د جوزجان ولایت آقچه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ خونړۍ نښته کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پوخ ۲۰۹ شاهین قول رادو نن سه شنبې د غوايي ۱۰ مه په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ دغه نښته د آقچې ولسوالۍ د جبارشهید په سیمه کې شوې، چې ۴ ساعته یې دوام درلود.

خبرپاڼه وايي، په جګړه کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي، خو افغان پوځیانو ته په کې هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

د خبرپانې په وینا په جګړه کې سیمه ییز پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دوی یې په اړه کره معلومات نه لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې یادې قول اردو د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې هم د ۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
 


د مطلب کود: 115998

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115998/

جمهور
  https://www.jomhornews.com