امریکا او پاکستان پر افغان سوله یوازې په ژبه اختلاف لري

10 ثور 1398 ساعت 13:40

د افغان سولې په برخه کې له امریکا سره د پاکستان د همکارۍ هر ځلي هوکړې او بیا پرې نه عمل ته په اشارې ځینې سیاسي شنوونکي باوري دي، چې دغه دواړه هېواد د سیمې په اړه په سیاستونو کې سره یو شان او یوازې په ژبه اختلاف لري.


د افغان سولې په برخه کې له امریکا سره د پاکستان د همکارۍ هر ځلي هوکړې او بیا پرې نه عمل ته په اشارې ځینې سیاسي شنوونکي باوري دي، چې دغه دواړه هېواد د سیمې په اړه په سیاستونو کې سره یو شان او یوازې په ژبه اختلاف لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سیاسي شنوونکي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوی سره پاکستان یو ځل بیا هوکړه کړې، چې د افغان سولې په برخه کې به همکاري کوي.

پاکستان تر دې وړاندې هم په وار وار له امریکا او دغه راز له افغان دولت سره د سولې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې، خو د دواړو هېوادونو د چارواکو په وینا تر اوسه یې عملي اقدام نه دی کړی.

د پاکستان تر هځلي ژمنې وروسته افغان او امریکايي چارواکو ویلي، چې دغه هېواد د افغان سولې په برخه کې رښتینی نه دی او په افغانستان کې خپل یو لاسپوځی حکومت غواړي.

دغه راز پاکستان یې په سیمه او نړۍ کې د ترهګرو په ملاتړ او تمویل هم تورن کړی او ویلي یې دي، چې دغه هېواد د ترهګرو د ملاتر پر بنسټ غواړي په سیمه کې خپلو اهدافو ته ورسېږي.

د افغان سولې په برخه کې له امریکا سره د پاکستان د همکارۍ دغه بیا ځلي ژمنې ته د شک په سترګه ګوري او وایي، دغه دواړه هېوادونه د سیمې په اړه په سیاستونو کې یو شان دي. خپلې ګټې پالي او یوازې یې پر ژبه اختلاف څرګندوني.

د شنوونکو په بار پاکستان په افغانستان کې یوازې هغه سوله غواړي، چې حکومت یې د اسلام آباد تابع او په سیمه کې د دوی او امریکا ګډ اهداف پلي کړي.

سیاسي شنوونکي شکېب منتظري جمهور خبري آژانس ته خبرو کې و ویل، چې پاکستان تر وروستي حده هڅه کوي، چې افغانستان کې د سولې مخنیوی وکړي.

د هغه په وینا که پاکستان له افغان سولې ملاتړ وکړي، نو په سیمه کې به خپل نیم قدرت راکم کړي او پر عکس یې که جګړه دوام وکړي، د پاکستان قدرت دوه برابره نور هم زیاتېږي، نو ځکه سوله نه بلکې جګړه غواړي.

دی وایي، که څه هم د افغان سولې په اړه په دې وروستیو کې د نړیوالې اجماع رامنځ ته کېدو پاکستان تر یوه حده اړ کړی، چې موافقه وښي، خو په عمل کې هڅه کوي، چې سوله څنډې ته شي.

منتظري و ویل«پاکستان په افغانستان کې پر ۲۰ فعالو ترهګرو ډلو نفوذ لري، خو که د سولې په برخه کې همکاري هم کوي، نو د داسې سولې هڅه به کوي، چې حکومت یې د اسلام آباد تابع وي.»

د سیاسي چارو یو بل شنوونکی  رحمت الله بېژن پور بیا یوه بل ټکي ته اشاره کوي وايي، اسلام آباد په افغانستان کې د هند رول کمولو او څندې کولو لپاره تر وروستي بریده هڅه کوي، چې افغانستان کې جګړه دوام ولري.

نوموړي د افغان سولې پر سر د واشنګټن او اسلام آباد اختلاف ته په اشارې سره جمهور خبري آژانس ته و ویل، هغه څه چې ویل کېږي دغه دواړه هېواد سره اختلاف لري، عیني او عملي واقعیتونه نه دي.

د هغه په وینا د سیمې په اړه د امریکا او پاکستان د سیاسیتونو اساسي کرښې سره یو شان دي او د ژبې پر سره هغه اختلافونه، چې کله کله د دغه هېوادونو د چارواکو تر منځ راپورته کېږي، عملي بڼه نه لري.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 

 


د مطلب کود: 116007

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116007/

جمهور
  https://www.jomhornews.com