۰
امریکا:

هېڅ ثبوت نښته، چې وښيي، هند، افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

چهارشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۴
امریکا وایي، هېڅ داسې نښه نشته او نه لیدل شوې، چې وښيي هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلي.
هېڅ ثبوت نښته، چې وښيي، هند، افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي
امریکا وایي، هېڅ داسې نښه نشته او نه لیدل شوې، چې وښيي هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د جنوبي او منځنۍ آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز پرون سه شنبې د غوايي ۱۰ اسلام آباد کې له پاکستاني خبریالانو سره خبرو کې کړې دي.

مېرمن ویلز چې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زملي خلیلزاد سره یو ځای اسلام آباد ته تللې وه له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته له خبریالانو سره خبرې وکړې.

نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې هند له افغان خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلي و ویل«زه هېڅ شواهد نه لرم، چې هغه څه ثابت کړي، چې تاسو ورته اشاره کوۍ.»

د هغې په وینا د امریکا پالیسي څرګنده ده او هغه دا چې هېڅ هېواد باید د بل هېواد د هېڅ غیر دولتي لوبغاړي ملاتړ ونه کړي.

هغې ټينګار وکړ، چې د سیمې هېوادونه باید د یو بل ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او د دې لپاره چې په سیمه کې سوله او اقتصادي پرمختګ رامنځته شي، باید په ګډه کار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي