۰

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې قطر کې له طالبانو سره لیدلي

چهارشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۲
د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن ريتنو ليستاري په قطر کې، د طالبانو د مرستیال او د سياسي دفتر د رييس ملا عبدالغني برادر سره ليدلي دي.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې قطر کې له طالبانو سره لیدلي
د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن ريتنو ليستاري په قطر کې، د طالبانو د مرستیال او د سياسي دفتر د رييس ملا عبدالغني برادر سره ليدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملا برادر او ورسره پلاوی او دغه راز د مېرمن لیستاري او ورسره پلاوي لیدنه پرون سه شنبې د غوايي ۱۰ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې تر سره شوې ده.

طالبانو هم د دغه لیدنې پخلی کړی او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې ویلي، چې دواړو لورو د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل او د امریکايي ټیم سره د اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم په روانو مذاکراتو نظرتبادله کړ.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو خواوو د افغانستان د مسئلې د حل لپاره په خپل مینځي اړیکو او تماسونو ټینګار وکړ.

سرچینه مېرمن لیستاري ډاډ ورکړ، چې د اړتیا په وخت کې به د افغانستان د مسئلې په حل کې د خپل هیواد د مرستې او مثبت رول تر سره کړي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیري ټینګار کړي، چې هر څومره ژر وي، باید د افغانستان مسله یوه معقول حل ته ورسېږي.

د طالبانو د خبرپاڼې پر بنسټ په دې ناسته کې هغه لاملونه په ګوته شول، کوم چې په دوحه کې د بین الافغاني کنفرانس د لغو کېدو سبب ګرځیدلي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي