۰

خلیلزاد قطر ته رسېدلی وایي، نور د عمل وخت را رسېدلی دی

چهارشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۴
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره پر افغان سوله د خبرو لپاره قطر ته رسېدلی دی او وایي نور د عمل وخت را رسېدلی دی.
خلیلزاد قطر ته رسېدلی وایي، نور د عمل وخت را رسېدلی دی
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره پر افغان سوله د خبرو لپاره قطر ته رسېدلی دی او وایي نور د عمل وخت را رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد او ورسره د جنوبي او منځنۍ آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې پرون په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړې.

پاکستاني رسنۍ وايي، د امریکايي او پاکستاني پلاو تر منځ د افغان سولې په برخه کې پر دوه اړخیزه همکارۍ او مرستې موافقه وشوه.

له پاکستاني چارواکو سره تر لیدلنې وروسته خليلزاد په خپلو تازه ټویټونو کې ويلي، چې اسلام آباد کي یې خپلې ليدنې کتنې پای ته ورسولې.

نوموړی، زیاته کړې، چې پاکستان د بین الافغاني ‌‌‌‌‌‌ډيالوک او مذاکراتو د تسریع کولو ملاتړ کوي او ژمن دی چې په افغانستان کې د تشدد په راکمولو کي مرسته وکړي.

خليلزاد وايي«زه پدې خوشحاله یم چي پاکستان غواړي د افغان سولې په ارتباط د سیمه ایزې اجماع په جوړولو کي رغنده نقش ولوبوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پای کې وايي نور د عمل وخت رارسېدلی دی.

باید و ویل شي، چې خلیلزاد تر اسلام آباد وړاندې، کابل، مسکو او برېتانیا ته هم سفرونه درلودل او د دغه هېوادونو له چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي